روسی کارپوهان وایې:امریکا په سیمی کښی دبل نوی ګډوډی اواخو ډب په لټه کی دی !
     ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل)

 

    دانټرنیټ  د منابعوڅخه

دروسی دژئوپولتیکو اکادمی معاون په دي عقیدی اوباور دی چې،امریکا دخپلوخلکواودنړی دخلکود غولولواودتیروتنواودعراق داوسنی مسائلونه دخلاصیدلوپه پلمه په سیمی کښی دیوبل نوی ګډوډی اواخوډب په لټه کی دی .

" لئونيد ايواشف " دسه شنبی په ورځ وویل : دایوڅرګندحقیقت دی چې دامریکی یرغل پرایران باندی ،هغه بدنامی اوچټلي چې  دعراق دیرغل اوجګړي نه رامنځته شوي پټ اوپاک به یې نکړی بلکی دنړیوالو دلاخوابدتیا ،دبدلیدلواودبدویلوپه رامنځته کیدلوکی به دامریکی پرضدرامنځته شی اوداسلامی هیوادونودیوالی سبب وګرځي .

دی وویل چې اسرائیل دسیمی ګډوډی اوداخوډب مرکزدی چې دنوی  ګډوډی اواخوډب په رامنځته کولو سره غواړی چې په سیمی کښی  ځان یوازی د آتومی سترواک اوځواک لرونکی  هیوادپه حیث وساتی .

دغه روسیی استراتژيست همدارنګه وویل :امریکا دنوی نظامی عملیاتود پیل کیدلوواک په سیمی کښی نلری اودغه رنګه دنړی خلک پوهیږی دامریکی هغه وعدی چې ددموکراسی اوآزادی په راوستلواوتامینولو کی کړی وي، هغه مساوی په داخلی جګړو،دخلکوپه ټول وژنو،توهین اوپه ملنډی وهلوسره رامنځته شو.

ايواشف دامریکی دکړنوپه هکله دشوروی اتحاد په پخوانیوجمهوریتونوکی په اشاری سره وویل :  دروسیی جمهوررئیس هم پرامریکی باندی باورنلری،له دی کبله دروسیی دجمهوررئیس دریځ دایران دهستوی اواټومی مسائلوپه هکله دامریکی دجګړیزدریځ اوپرایران باندی دتحریمونودمسلی سره په مخالفت کې دی .

ده په دی هکله وویل: چین هم دروسیی ددی دریځ سره یوه خوله اوموافق دی .

"ويكتور ليتووكين"دریانووستی  دنظامی چاروڅیړونکی هم دیوی جګړی درامنځته  کیدلوپه هکله پرایران باندی یې ونه منل اووی ویل چې : امریکا اواسرائیل ددی جګړی په لوړه بیعه باندی پوهیږی اوپه دغه جګړه به لاس  پوری  نکړی  .

دغه کارپوه زیاته کړه :که امریکا اواسرائیل دایران نظامی ځایونه اواټومی اوهستوی مرکزونه ترنخښی اویرغل باندی راولی یې، ایران به هم په بلالمثله ډول دامریکی پراډوپه سیمی کی اوداسرائیلوپرنظامی اډواومرکزونوباندی  په یرغل  لاس پوری کړی .

دغه څیړونکی دامریکی مخالفت دایران داټومی اوهستوی پروګرام سره دواشینګتن دښمنی دایران داسلامی انقلاب سره بولي .

"ليتووكين" یادونه کوی : امریکا یووخت دشوروی هنداوپاکستان دهستوی اواټومی  پروګرام سره هم مخالفت کول،مګر امریکا خپله دااوس  دهندسره په  دی هکله مرسته کوی .

ده په دی هکله ټینګار وکړ اووی ویل : له دی کبله بیله دی بله چاره نسته چې امریکا دایران داټومی پروګرام سره دمخالفت څخه لاس واخلی اودمخامخ کیدوپرځای اودپیښودمنځته راتلودمخ نیوی دپاره  په دی هکله دبین المللی اټومی انرژی آژانس دی دنوروهیوادونوسره مرسته وکړی اودایران سره دی ددروازی (ور) د تړلواود کنترول اود بررسی مانع دی نه شی .

"واسيلي زوبكف" دریانووستی  اقتصادی  څیړونکی هم دراتلونکی ګډوډی او اخوډب دپایلی په هکله په سیمی کښی داندیښنی په کولوسریې وویل : په دی لړ کی دروسیی اقتصادی پروګرام چې دشمال لویدیز دتیری شوی لاری نه  دروسیی  دګازپروم په ګډون دتیلواوګازودلیکو غزول دهند-پاکستان-ایران سره یولړمهم اقتصادی مسائل دی  اودمسکواودتهران ترمنځ پرتجارت باندی به ستره اغیزی وکړی اوزیانمن به یې کړی  .

دغه څیړونکی  وایی هرډول  نوی  ګډوډی اواخوډب  په دی سیمه کښی ممکن وکولای شی وچین ته اوهم ونورواروپايی هیوادونوته  ډیری اقتصادی ستونزی  رامنځته کړی  .

 

 


April 19th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی